ټرمپ د ۲۰۲۶ کال بودیجه له دفاعي برخو پرته د ۱۶۳ میلیارده ډالرو لګښتونو د کمولو وړانديز کړی

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره کانګرس ته په خپل بودیجوي وړانديز کې د دفاع او کورني امنیت بوديجه زياته کړې.

نوموړي د غيري دفاعي فدرالي لګښتونو لپاره د ۱۶۳ ملیارد ډالره کمولو غوښتنه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د خپلي ادارې وړانديز شوې بوديجه وړاندې کړه، چې غيري دفاعي فدرالي لګښتونو لپاره یې د ۱۶۳ میلیارد ډالرو کمولو غوښتنه کړې او په ورته وخت کې يې د دفاع او کورني امنیت بودیجه زياته کړې.

د سنا د تخصیصاتو کميټې مشرې سوزان کولینز په یو لیک کې د بوديجې او اداري چارو دفتر مشر رسل ووټ ته ویلي، چې دغه وړانديز له دفاعي پرته اختیاري لګښتونو کې ۲۲.۶ سلنه یعني ۱۶۳ میلیارده ډالره کمښت لري.

دا پلان د کورني امنیت وزارت لپاره نږدې ۶۵ سلنه د بوديجې د زياتوالي وړاندي کوي، چې د ټرمپ د ډله ييز اخراج اجنډا او دپولې د خوندي کولو هڅو ملاتړ لپاره ۱۷۵ میلیارد ډالره ځانګړي شي.

د دفاع وزارت به ۱.۰۱ تریلیونه ډالره ترلاسه کړي څو پوځ بیا پیاوړی او په هند ارام سمندر کې د چین د فعالیتونو مخه ونیسي او د امریکا دفاعي صنعتي بنسټ ته نوې انرژي ورکړي.

په وړاندیز کې د راتلونکي نسل د توغندیو دفاع، نوي جنګي الوتکو او د خدماتي غړو لپاره د معاشونو ۳.۸ سلنه زیاتوالی شامل دي.

د بودیجې او اداري چارو د دفتریوه چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دا د ۲۰۱۷ راهیسې تر ټولو لږ غیر دفاعي لګښتونه دي.

د بودیجې وړاندیز دا هم کوي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) جوړښت دې د بهرنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې راوستل شي، او بودیجه دې يې۲.۵ میلیارد ډالرو ته کمه شي.

دغه وړاندیز په ناسا کې هم ستر بدلونونه راولي، چې پکې بودیجه نږدې ۲۵ سلنه کمه شوې او ۱۸.۸ میلیاردو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

همداراز له نړیوالو طبعي پېښواو کډوالو سره د مرستې بودیجه کې هم له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیات کمښت راغلی او دا پیسې به د یوه نوي بشرپاله حسابته واړول شي چې د ولسمشر له بهرني سیاست سره همغږې وي.

نور خبرونه

رادیو