د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
کله چې له کابلوف وپوښتل شول چې ایا روسیه چمتو ده د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، هغه یوازې وویل: «د مسکو او کابل ترمنځ همکاري ډيفکټو روانه ده.»
کابلوف زیاته کړه: «د روسیې سترې محکمې له خوا د طالبانو پر فعالیت د بندیز د لغوه کولو پرېکړه به په بېلابېلو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ټول خنډونه لرې کړي او مسکو ته د طالبانو د سفیر راتګ به دې موضوع ته یو روښانه او وروستی ټکی کېږدي.»
کابلوف د طالبانو د سفیر په اړه ځان بې خبره وښود او وايي، چې روسیه د طالبانو د ادارې څخه د سفیر د نوماندۍ په اړه د معلوماتو په تمه ده او کله چې نوماند ور وپیژندل شي له بیا کتنې وروسته به هغه خپله دنده پیل کړي.
د روسیې سترې محکمې د اپریل په ۱۶مه د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ ه په موقتي ډول واېستل. د روسیې د سترې محکمې قاضي اولک ندوف وویل، دا پرېکړه سمدستي نافذه ده.
ضمیر کابلوف د «ریا نووستي» دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:«دا د روسیې د ادارو لکه د بهرنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت او د لویې څارنوالۍ د دفتر د اوږدمهاله او دقیق کار پایله وه.»
له دومره هڅو سره-سره، خو لا هم د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
داعش «ګډ دښمن»
کابلوف د خپلې مرکې په بله برخه کې وویل:« موږ د طالبانو هڅې ګورو چې د داعش خراسان څانګې پر ضد مبارزه کوي، کوم چې یوه ډېره رادیکاله نړۍواله جهادي ایډیالوژي خپروي.»
نوموړي زیاته کړه: «داعش خراسان د روسیې او طالبانو ګډ دښمن دی او مسکو به د خپلو تخصصي ادارو له لارې طالبانو ته هر ډول اړینه مرسته برابر کړي.»
په افغانستان کې د لیټیم او نادره فلزاتو استخراج
د روسیې استازي ټیینګار وکړ، چې افغانستان له طبیعي زیرمو ډک هېواد دی او دا هېواد هایدروکاربون، قیمتي ډبرو او نادره فلزاتو زیرمې لري.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه د دغو زیرمو د استخراج اراده لري وویل:«باید د ځمکپوهنې د څېړنو پایلې ته په تمه شو. په ځانګړي ډول دا چې د لیټیم استخراج ډېرې اوبه غواړي او دا د افغانستان لپاره یو لوی چلنج دی.»
وړاندې د استونیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي و، چې روسیه په افغانستان کې د مهمو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره د لیټیم کانونو د استخراج لیوالتیا لري. نوموړي دا هم ویلي، چې روسیه غواړي د لویدیځ په وړاندې په افغانستان کې یو متحد پیدا کړي.
د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا همکاري
ضمیر کابلوف وايي، مسکو چمتو دی چې له لویدیځ هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا سره د افغانستان په اړه اړیکې ولري. هغه وویل: «موږ تمه لرو چې هغوی خپل مثبت نیت په عمل کې وښييي او تر ټولو مهم دا ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د لویدیځو بانکونو له خوا بندې شوې او کنګل شوې شتمنۍ اداره کړي.»
همدارنګه نوموړي ویلي، چې د امریکا له خوا په افغاني صادراتو باندې ګمرکي تعرفې اغېز نه لري ځکه چې « د کابل او واشنګټن ترمنځ سوداګریزه کچه ډېره کمه ده، چې اوسمهال له لس میلیونه ډالرو زیاته نه ده.» خو نوموړی وايي، چې د امریکا دغه ډول اقدامات طالبان هڅوي، چې د روسیې په ګډونو نورو سیمهییزو هېوادونو ته مخه کړي.