د حکومت د پخواني ویاند نیوکه: له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی له افغانانو سره خیانت دی

۱۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مخکني ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی، چې وايي ملګري ملتونه، په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سهیل شاهین ته په ورسپارلو غور کوي.

صدیقي ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی «له افغانانو سره خیانت دی.»

صدیق صدیقي له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د چلند او مشورې په اړه پوښتنې راپورته کړې، او ویلي یې دي چې «د ملګرو ملتونو څوکۍ مشروع حکومتونو ته سپارل کیږي، نه ترهګرو ډلو ته.»

نور خبرونه

رادیو