واشنګټن یو ځل بیا د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې غږ پورته کړ

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۲

د امریکا د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له روسیې او اوکراین څخه د سولې د هوکړې غوښتنه کړې. یوه چارواکي ویلي، د جګړې پای‌ ته د رسېدو څرک نه ښکاري او بل خبرداری ورکړی چې ډونالډ ټرمپ ته ژر لاسته راوړنې مهمې دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مارکو روبیو له فاکس نیوز سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د سولې څرک نه ښکاري.

جې ډي وېنس ټینګار کړی چې د سولې پرېکړه باید دواړه خواوې، یعنې روسیه او اوکراین، پخپله وکړي. هغه زیاته کړه: "جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي. دا مهمه ده چې وپوهیږو، یوازې روسان او اوکراینیان کولی شي دا تصمیم ونیسي." وېنس پوښتنه وکړه: "ایا د څو کیلومتره خاورې لپاره باید زرګونه سرتېري قرباني شي؟"

بل‌خوا، مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې که د سولې خبرې ژر پرمختګ ونه‌کړي، نو ټرمپ باید پرېکړه وکړي چې څومره وخت او انرژي دې موضوع ته ځانګړې کړي. هغه وویل: "دواړه خواوې یو څه نږدې شوي، خو لا هم ترمنځ یې واټن ډېر دی."

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو له پیله به د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله راولي، خو دا ژمنه د هغه د سلاکارانو له مخالفت سره مخ شوې او هغه وخت ناوخت د روسیې پلوي دریځونه ښودلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو د ټرمپ د سلاکار مایک والټرز پر ځای په موقت ډول ګمارل شوی دی.

والټز د اوکرایني چارواکو نږدې متحد ګڼل کېده، خو د هغه له برطرفۍ وروسته لا روښانه نه ده چې دا بدلون به د ټرمپ ادارې او اوکراین اړیکو ته څه اغېز ورسوي.

نور خبرونه

رادیو