هند په دغه هېواد کې د پاکستاني فلمونو دوو مشهورو اداکارو انسټاګرام پاڼې وتړلې

۷ ساعتونه مخکې

هند په دغه هېواد کې د پاکستاني فلمونو او ډرامو دوو مشهورو اداکارو هانیه عامر او ماهره خان انسټاګرام پاڼې وتړلې.

په هند کې د دغه دوو مشهورو اداکارو مینه‌وال تر دې وروسته د دوی پاڼې او فعالیتونه نشي څارلی.

هانیه عامر تازه په یوه هندي فلم کې راڅرګندېده؛ خو د کشمیر له کړکېچ وروسته د نوموړې دغه پروژه لغوه شوه او هند په باليووډ سینما کې د پاکستاني اداکارو په کار یو وار بیا بندیز ولګاوه.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د هند د ځینو خبري اژانسونو وېب پاڼې له کاره لوېدلې وې او د وي پي اېن پرته یې نه پرانیستلې.

نور خبرونه

رادیو