مدودېف وايي، ښکاري ټرمپ اوکراین اړ کړی چې د امریکا د مرستو بیه پرې کړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر دیمتري مدودېف ویلي چې د اوکراین او متحده ایالاتو تر منځ د منرالونو تړون معنا دا ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کیېف مجبور کړی چې د امریکا د نظامي مرستو بیه پرې کړي.

یاد تړون چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې لاسلیک شو، امریکا ته به واک ورکړي چې د اوکراین له نویو منرالي پروژو څخه ګټه پورته کړي او د اوکراین د بیا رغونې لپاره پانګونې تمویل کړي.

د کییف پوست په وینا، د ټرمپ ادارې د امریکا کانګرس ته هم خبر ورکړی چې غواړي د ۵۰میلیونه ډالرو یا له دې زیات ارزښت لرونکي دفاعي توکي د تجارتي قرارداد له لارې اوکراین ته صادر کړي.

دا ګام د ټرمپ له بېرته واک ته ستنېدو وروسته، د دفاعي صادراتو په برخه کې لومړنی پرمختګ ګڼل کېږي.

رویټرز تر اوسه دا موضوع په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

مدودېف، چې پخوا د روسیې ولسمشر و او اوس د امنیت شورا مرستیال دی، د پنجشنبې په ورځ پرخپل ټلیګرام لیکلي: «ټرمپ د کییف رژیم تر دې حده مات کړی چې دوی به اوس د امریکا د مرستو بیه د خپلو منرالونو په ورکړه پرې کړي.»

هغه زیاته کړه: «اوس به اوکراینیان د پوځي تجهیزاتو بیه د خپل هېواد له ملي شتمنیو څخه ورکړي، د داسې هېواد شتمنۍ چې له‌منځه تلو په لور روان دی.»

مدودېف، چې له ۲۰۰۸څخه تر ۲۰۱۲پورې د روسیې ولسمشر و، یو وخت یې ځان د لوېدیځ پلوه عصري پال سیاستوال په توګه معرفي کاوه، خو له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۲کال په فېبرورۍ کې د روسیې جګړه پیل شوه، د لوېدیځ ضد له تر ټولو سخت دریځ لرونکو سیاستوالو څخه شمېرل کېږي.

د منرالونو دغه تړون په داسې وخت کې لاسلیک شو چې امریکا وایي د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې د خبرو له نه پرمختګ څخه ستړې شوې ده.

روسیه وایي چې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو لپاره چمتو ده او د یوې اوږدمهالې سوله‌ییزې هوکړې هرکلی کوي، خو زیاتوي چې موضوعات ډېر پېچلي دي او دا بهیر نشي ګړندی کېدلی.

کییف بیا وايي چې د لږ تر لږه ۳۰ورځو لپاره بې‌قید او شرطه اوربند ته لومړیتوب ورکوي.

ولادیمیر پوتین ویلي چې له اصولو سره سم د اوربند ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې لا هم ګڼ شمېر مسایل شته چې باید روښانه شي.

پوتین د مې له ۸مې تر ۱۰مې د درې ورځني اوربند اعلان کړی، څو روسیه د نازي جرمني پر وړاندې د دویمې نړۍوالې جګړې د بریا ۸۰مه کلیزه ونمانځي.

نور خبرونه

رادیو