امریکا په ایران، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې پر اوو ایراني نفتي شرکتونو بندیزونه ولګول

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو د نوي پړاو په درشل کې امریکا په ایران، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې پر اوو ایراني نفتي شرکتونو بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) وویل، چې دا بندیزونه د هغو شرکتونو پر وړاندې دي، چې د سلګونو مېلیونو ډالرو په ارزښت د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو په ناقانونه سوداګرۍ کې ښکېل دي.
د دغه وزارت په خبره: «ایران لا هم په منځنۍ ختیځ کې نښتو ته په لمن وهلو، د اټومي پروګرام پرمخ بېولو او د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر دوام کې ښکېل دی او امریکا نن د ایران هغه عایداتي سرچینې بندوي، چې د دې فعالیتونو په موخه یې کاروي.»
له یاد شمېر شرکتونو څخه پنځه یې په عربي متحده اماراتو، یو په ترکیه او یو یې په ایران کې دي.

نور خبرونه

رادیو