د امریکا د فاع وزیر پېټ هېګسټ د هند د دفاع له وزیر سره د خبرو پرمهال ويلي، چې امریکا د هند تر څنګ ولاړه ده او د دغه هېواد د دفاع د حق ملاتړ کوي.
د هند دفاع وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر راجنات سینګ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع له وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د دغو ټیلیفوني خبرو پرمهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید غندلی دی.
د هند د دفاع وزارت پر اېکسپاڼه د یادو خبرو په جزئیاتو کې لیکل شوي، چې راجنات سینګ د امریکا د دفاع وزیر ته ویلي:« پاکستان د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ، روزنې او تمویل مخینه لري او پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ته لمن وهي او سیمه یې ناکراره کړې ده. نړۍ نور نه شي کولی د پاکستان پر دې کړنو سترګې پټې کړي.»
راجنات سینګ وايي، نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ دا کړنې په کلکه وغندي.
پر همدغه مهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي:«امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هند تر څنګ ولاړه ده او د هند د دفاع د حق ملاتړ کوي.»
د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت هغه مهال ټرینګلی شو، چې د هند د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.