امریکا له هند څخه غوښتي چې له پاکستان سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره همکاري وکړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید او د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف وروسته له اېس جې شنکر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره په ټلیفوني خبرو کې له دغه هېواده وغوښتل، چې له پاکستان سره په ګډې همکارۍ دې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې وکړي او په سوېلي اسیا کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس په یوې اعلامیه کې ویلي، چې روبیو له هند سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا ژمنتیا بیا تایید کړه او همدارنګه یې د پهلګام د وروستي برید له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

تر دې مخکې شهباز شریف له روبیو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ هر ډول بڼه غندي او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې د نړۍوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له ۹۰زرو زیات خلک قرباني کړي او شاوخوا ۱۵۲ مېلیارد ډالره اقتصادي زیان یې زغملی دی.

شریف د هند له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدونکی چلند "د اندېښنې وړ او خواشینوونکی" وباله او ویې ویل، هند هڅه کوي چې د نړۍوالو پام د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو څخه منحرفه کړي.

شهباز شریف د پهلګام پېښه کې د پاکستان د تورنولو هڅه په کلکو ټکو رد کړه او د یو خپلواک او بې‌طرفه تحقیق غوښتنه یې وکړه.

نوموړي له روبیو وغوښتل، چې پر هند فشار راوړي تر څو له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او سیمه‌ ییزې سولې ته ژمنتیا وښيي.

مارکو روبیو له شهباز شریف څخه هم غوښتي، چې د سوېلي اسیا د سولې لپاره پاکستان او هند باید ګډ کار ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو