د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رونډا له امریکا څخه د اېستل شویو کډوالو د منلو لپاره د ټرمپ غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی.
د رونډا لهخوا دغه اقدام د امریکا په منځګړیتوب د رونډا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د سولې خبرو له هڅو سره هممهاله شوی.
له بل پلوه ټرمپ غواړي، چې له امریکا څخه د اېستل شویو کډوالو د منلو لپاره د هېوادونو شمېر زیات کړي.
د رونډا د یوه چارواکي په وینا، د امریکا د پرلپسې اړیکو په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اېستل شویو کډوالو نوملړ شریک شوي و؛ خو د دغه هېواد د چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی.
له دې سره رونډا د ال سلواډور، مکسیکو، کوسټاریکا او پانامې هېوادونو سره چې له امریکا څخه اېستل شوي کډوال مني؛ یو ځای شو.
که څه هم امریکا تر دې دمه یوازې یو عراقی کډوال چې د ترهګرۍ ډلو سره د اړیکو په لرلو تورن دی؛ له متحده ایالاتو څخه روانډا ته شړلی دی؛ خو د نورو کډوالو د شړلو لپاره له هېوادونو سره د خبرو په حال کې ده.
دغه کس چې عمر عبدالستار امین نومېږي، په ۲۰۱۴کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی و؛ خو نوموړی د داعش ډلې سره د اړیکو په لرلو تورن شوی دی.