د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هغه هېوادونو ته د بندیزونو ګواښ وکړ چې د ایران تېل اخلي، دا خبرداری د تهران د چټک پرمختګ کوونکي اټومي پروګرام په اړه د پلان شویو خبرو اترو د ځنډولو وروسته اعلان شو.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې "د ایران د تېلو، یا پیټرو، کیمیکل محصولاتو ټولې پېرودونې باید اوس ودرول شي!" هغه وویل چې هر هغه هیواد یا کس چې له ایران څخه دا محصولات اخلي، د متحده ایالاتو سره به سوداګري ونکړي.
دا ګواښ وروسته له هغه وشو چې عمان اعلان وکړ چې د راتلونکې اونۍ لپاره پلان شوي اټومي مذاکرات ځنډول شوي دي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي په ایکس دغه خبرداری خپور کړی.
هغه لیکلي: "د لوژستیکي دلایلو لپاره موږ د امریکا او ایران غونډه چې د شنبې په ورځ د می په دریمه نیټه په موقت ډول پلان شوې وه بیا تنظیموو." "نوې نیټې به هغه وخت اعلان شي کله چې دوه اړخیزه موافقه وشي."
البوسیدي، چې تر دې دمه یې د دریو پړاوونو له لارې خبرې اترې منځګړیتوب کړی، ډېر جزیات ندي ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي دا خبرې اترې "د عمان د بهرنیو چارو وزیر په غوښتنه ځنډول شوې" . په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې ایران "یوې عادلانه او دوامداره موافقې" ته ژمن دی.
په ورته وخت کې، یو کس چې د امریکا له مذاکره کوونکو سره بلد دی د نومو نه ښودلو په شرط العربیه انګلش ته وویل چې امریکا "هیڅکله په روم کې د خبرو اترو په څلورم پړاو کې خپل ګډون تایید نه کړ". یاد کس ویلي چې امریکا تمه لري چې خبرې اترې به "په نږدې راتلونکي کې" ترسره شي.