ملکري ملتونه: په غزه کې نژدې ۴ نیم لکه بې ځایه شوي خلک د تګ لپاره خوندي ځای نلري

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د ترکيې اناډولو اژانس د ملګرو ملتو له قوله خبر ورکړی، چې په غزه کې تر ۴ لکه ۲۳ زره زيات بې ځایه شوي خلک د تګ لپاره خوندي ځای نه لري.

په خبر کې راغلي، چې په رفع او ختيځه غزه کې وروستیو هوايي بریدو د ملکي خلکو مېنې هدف ګرځولي او سخت زیان يې اړولی.

د ترکیې اناډولي اژانس د جمعې په ورځ د (غويي ۱۱مه) خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په سختېدو سره بشري هڅې زياتې محدودې شوي او له ۴۲۳۰۰۰ څخه زيات فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس وویل: «د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړ، چې په غزه کې د ننه د اسراییلو د پوځي فعالیتونو، بریدونو او عملیاتو له کبله بشري مرستې محدودې شوي، چې له کبله يې مرستندویه کارکوونکي او د هغوی ځایونه د خوندیتوب له خطر سره مخ دي.»

ویاند زیاته کړې، چې په هوايي بریدونو کې د استوګنې ودانۍ په نښه شوي او دامهال اړین توکي هم خلاص شوي دي.

د دوجاریک په خبره، چې همکاران یې د اړتیا وړ تیلو زيرمې له لاسه ورکړي او د اسراييلي چارواکو سره همغږۍ ته اړتیا لري.

هغه په ورته وخت کې د ماشومانو مرګونې زیان ته په ټينګار وویل: «ماشومان، چې د غزې د نفوس نیمایي برخه جوړوي، زموږ شریکان، چې د ماشومانو د ساتنې ملاتړ چمتو کولو لپاره کار کوي، خبرداری ورکوي چې دغه برخه د زیان له زیاتیدونکي کچې، غفلت او تاوتریخوالي سره مخ ده.»

د ملګرو ملتونو د ویاند په خبره، چې په غزه کې د عملیاتو له پيل راهسې ۱۰۰ ورځې پوره کيږي، چې مرګونه، ټپونه، ویجاړۍ او بې ځایه کېدل د دې کسانو په برخه دي.

په خبر کې راغلي، چې په جګړه ځپلې سيمه کې د قحطۍ راپورنه ورکول شوي او اسراییلو د مارچ له دویمې نېټې راهيسې د غزې لارې تړلي، چې د اړتیا وړ توکو د ننوتلو مخه یې نيولې ده.

د اسراییل پوځ د مارچ په ۱۸مه په غزه باندې خپل بريد بیا پيل کړ او د جنوري په ۱۹مه نېټه د فلسطين د مقاومت ډلې حماس سره د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو په برید کې له ۵۲،۴۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو