پاکستان له هند سره کړکېچ کې له ټرمپ نه د مداخلې غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

په امریکا کې د پاکستان سفير رضوان سعيد شيخ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې له هند سره د زياتېدونکي تاوتريخوالي د کمولو لپاره مداخله وکړي. سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده.

دا غوښتنه د اپرېل د۲۲مې له ترهګریز برید وروسته د نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته شوې.

هند دا بريد له پولې پورې اړخ پاکستان ته منسوب کړی، خو د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو دغه تورونه رد کړی.

له پېښې راهيسې تاوتريخوالی زيات شوی، پاکستان خپل ځواکونه تقويه کړي او د هند صدراعظم خپل پوځ ته عملياتي ازادي ورکړې ده.

پاکستان وړاندوينه کړې چې له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په موده کې د هند له لوري برید امکان لري.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعيد شيخ نیوزویک ته ويلي، چې « که موږ يو ولسمشر لرو چې د نړۍ لپاره سوله خپل اصلي هدف ګڼي، نو د کشمير شخړه تر ټولو مهمه او خطرناکه موضوع ده، په ځانګړې توګه د اتومي وسلو له اړخه».

ده زياته کړې چې د امريکا اوسنی حکومت بايد د پاکستان-هند ترمنځ د بحرانونو په حل کې اوږدمهاله او دوامداره ستراتيژي غوره کړي.

سفير شيخ ټينګار وکړ چې کشمير د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو ستونزو اصل دی.

هغه زیاته کړې، « تر څو چې دا شخړه حل نه شي او د ملګرو ملتونو پرېکړې عملي نه شي، موږ به تل له دا ډول ستونزو سره مخ يو. موږ جنګ نه غواړو، په ځانګړې توګه له يوه لوی هېواد سره. موږ سوله غواړو، خو سوله له وقار سره.»

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره په تليفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې هند دې د جګړې له ژبې ډډه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې روبیو ترهګرو ته د سزا ورکولو ژمنه تکرار کړه او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې تماسونه بيا پيل کړي او سوله وساتي.

سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده: « موږ اوس پر سيمه‌ييز اقتصادي پرمختګ تمرکز لرو. موږ ته يو سوله‌ييز ګاونډيتوب اړين دی».

نور خبرونه

رادیو