د اوکراین پر ښارونو له دوامداره بریدونو سره سم د روسیې د جګړې په موخو کې بدلون

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

سي‌اېن‌اېن د لوېديځو او امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لنډمهالې جګړې موخې بدلې او په اوکراین کې د نیول‌شویو سیمو پر خوندي‌توب او د روسیې د کورني اقتصاد په پیاوړتیا تمرکز ته مخه کړي.

د امریکايي او اروپايي استخباراتي چارواکو د نویو ارزونو پر بنسټ، که څه هم روسي ځواکونو د جبهې په ځینو برخو کې کوچني پرمختګونه کړي، خو داسې هېڅ نښه نشته چې مسکو په نږدې راتلونکي کې د اوکراین د خاورې د پراخو برخو د نیولو وس ولري.

سي‌اېن‌اېن د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله زیاته کړې، روسیه اوس هڅه کوي د اوکراین حکومت کمزوری کړي او ورسره جوخت د اشغال شوې سیمې ډېره برخه په رسمیت وپېژني.

په همدې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د کریمیا په ګډون دونېتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون ولایتونه د روسیې د حاکمیت په توګه رسمي پېژندل د سولې مذاکراتو د دوام اساسي شرط دی. 

نوموړی روسي چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په وار-وار ټینګار کړی چې دی به هېڅکله د خپلې خاورې اشغال ونه مني.

ورته مهال، داسې راپورونه شته چې د امریکا متحده‌ایالات ښايي په رسمي ډول پر کریمیا او نورو نیول شویو سیمو د روسیې کنټرول په رسمیت وپېژني، خو له دې سیمو څخه د اوکرایني ځواکونو د شاتګ موضوع یې رد کړې ده.

دې سره جوخت، پخلاینې د ظاهري سیاست پر خلاف، روسیې د اوکراین پر ښارونو خپل هوایي بریدونه دوام لري. همدا پرون پر زاپوریژیا ښار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې یو ۶۱ کلن سړی وژل شوی او ۱۴ نور کسان ژوبل شوي دي.

د کیف انډیپنډېنټ د راپور پر بنسټ، دغه برید لږترلږه د ۱۰ بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی او د استوګنې سیمې، لوړ پوړیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او مهمې زیربناوې یې په نښه کړي دي.

همداراز د دغه برید ۹ نور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. ورته مهال، د اوکراین د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې له بریدونو وروسته لویه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

دې پېښې یو ځل بیا په اوکراین کې د ملکي سیمو پر وړاندې د ګواښونو لوړه کچه روښانه کړې او د سولې په مذاکراتو کې یې د مسکو د صداقت په تړاو ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو