انځور له ارشیف څخه

پاکستان د هند پولې ته څېرمه پوځي تمرینات وکړل

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان پوځ پراخ پوځي تمرینات ترسره کړل، چې د جګړې چمتووالی او عصري وسلې پکې نندارې ته وړاندې شوې.

دا تمرینات د هند د پهلګام له پېښې وروسته د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دا تمرینات د ژوندیو مرمیو په استعمال سره ترسره شول او هدف یې دا و چې د دښمن له لوري هر ډول تېري ته «قوي او قاطع» ځواب ورکړل شي.

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون وايي، په تمریناتو کې له بېلابېلو پوځي واحدونو، افسرانو او سرتېرو ګډون کړی و، چې خپل لوړ پوځي مهارتونه یې پکې وښودل او پرمختللي جنګي سیستمونه یې وکارول.

د اپرېل پر۲۲مه د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې له ترهګریز برید وروسته، چې۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول، د دواړو اتومي وسلو لرونکو ګاونډیانو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان وړاندوینه کړې، چې هند پرې د برید نیت لري، خو نوي ډیلي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو