په نایجیر کې د ۵ هنديانو تښتول کېدل؛ ۱۲ نایجیري سرتېري ووژل شول

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پنځه هندي وګړي د نایجیر په لوېدیځ کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې د ناڅرګندو کسانو له‌خوا تښتول شوي دي.

سرچینې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې دا پېښه تېره اوونۍ د نایجیر، بورکینافاسو او مالي هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې پولې په سیمه کې د «ساکویرا» په نوم کلي ته څېرمه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۱۲ نایجیري سرتېري هم وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغو هندیانو د یوه هندي شرکت لپاره چې په نایجیر کې د «کانډاجي» بند پروژې تخنیکي خدمتونه مخته وړي، کار کوي.

رویټرز په نایجیر کې د دوو امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړې، چې تښتول شويو کسانو د برید پرمهال په تیلابېري سیمه کې کار کاوه.

ورته مهال، د هند د جارکنډ ایالت حکومت په یوه بیان کې ویلي چې په نایجیر کې یې د هند سفارت له اړوندو چارواکو سره اړیکه نیولې او د تښتول شویو هندیانو د خوشې‌کېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د رویټرز په وینا، تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی، خو د دا ډول بریدونو په تړاو، د نایجیر حکومت د افریقا په سترې صحرا کې د اسلامي دولت ډلې (EIGS) چې د داعش یوه څانګه بلل کېږي، مسووله بللې ده.

یادې ډلې تېره میاشت په همدې سیمه کې پر یوه جومات د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۴ ملکيان وژلي وو.

نایجیر، مالي او بورکینافاسو هېوادونه په وروستیو کلونو کې د القاعدې او داعش په څېر د توندلارو وسله‌والو ډلو له پاڅونونو سره مخامخ شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، سږکال په نایجیر کې د تښتونې پېښې ډېرې شوې دي چې یوه اتریشۍ ښځه په جنوري او یو سویسي وګړی په اپرېل کې تښتول شوي دي.

د یادونې ده چې د نایجیر-بورکینافاسو په پوله کې هم څلور مراکشي موټرچلوونکي نادرکه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو