د اسلامي همکاریو سازمان او طالبانو د زړه د ناروغۍ د ۳۰ ماشومانو د درملنې تړون لاسلیک کړ

۳ ساعتونه مخکې

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې له ټولنې سره یې د زړه په ناروغۍ د اخته ۳۰ ماشومانو د درملنې تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، دا تړون د ژوند ژغورنې جدي پاملرنې ته د مساوي لاسرسی تضمینونکی دی.

دغه سازمان نن چهارشنیه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې یاد هوکړه لیک په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر د مشر سعید العیاش او د طالبانو د سرې میاشتې د مشر شهاب الدین دلاور ترمنځ لاسلیک شو.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې په افغانستان کې د زړه د ناروغیو سره د اخته ماشومانو شمېر خورا لوړ دی.

د سرې میاشتې ټولنې د راپورونو له مخې، تر ۱۴,۰۰۰ پورې ماشومان د زړه د مورزادي ناروغیو لکه د زړه د څنډې د درز (VSD) سره مخ دي.

په ۲۰۲۲ کال کې، د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې ترسره شوې یوه څېړنه ښيي چې د ۱,۳۲۳ ماشومانو په منځ کې چې د زړه د مادرزادي ناروغیو تشخیص یې شوی و، ۸۶.۴٪ یې د یوه کال عمر لاندې ماشومان وو.

د دې ناروغیو تر ټولو عام ډولونه د زړه د څنډې د درز (PDA)، د زړه د څنډې د درز بندښت (VSD) او (ASD) دي.

همدارنګه، د څېړنې پایلې ښيي چې د کلیوالي سیمو ماشومان د ښاري سیمو په پرتله د زړه د ناروغیو سره زیات مخ دي.

د دې ناروغیو د زیاتوالي یو لامل د نږدې خپلوانو ترمنځ واده کول، د حمل پر مهال د درملو بې ځایه استعمال، او د مور د روغتیايي پاملرنې نشتوالی ګڼل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه د داسې ماشومانو د درملنې لپاره له يوې جرمنۍ موسسې سره تړون لري، چې هر کال شاوخوا څلوېښت ماشومان دغه هېواد ته د درملنې لپاره لېږدوي.

نور خبرونه

رادیو