د برېټانیا محکمې په نشه‌یي توکو روږدي یو افغان ته پناه ورکړه

۴ ساعتونه مخکې

د برېټانیا محکمې د طالبانو له‌خوا د روږدو کسانو په وړاندې د سخت چلند له امله په نشه‌یي توکو روږدي یو افغان ته په دغه هېواد کې پناه ورکړه.

ټلیګراف ورځپاڼې ویلي، چې دغه روږدي کس په برېټانیا کې د یوه وکیل له لارې خپله قضیه مخته وړله.

د ټېلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په برېتانیا کې په نشه‌یي توکو دغه روږدي کس وروسته له هغه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قضیه وګټله، چې یوې قاضۍ پرېکړه وکړه چې طالبان له روږدو کسانو سره ناوړه او سخت چلند کوي.
قاضۍ ربیکا چېپمن وویل، که چېرې نوموړی افغانستان ته ستون شي؛ نو هغه به د طالبانو له‌خوا د نیولو او بد چلند سره مخ شي.
هغې دا هم وویل، چې د نوموړي بېرته ستنول به د بشري حقونو په اړه د اروپایی کنوانسیون څخه سرغړونه وي؛ ځکه چې هغه کسان چې لوېدیځوال ګڼل کېږي؛ ښایي د غیر افغان یا غیر مسلمان په توګه وګڼل شي.
دغه ۳۹ کلن کس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د پناه غوښتنه کړې وه او هغه په نهه کلنۍ کې انګلستان ته تللی و.
ویل کېږي، چې دغه کس له خپلې کورنۍ سره چندان ښې اړیکې نه لري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ګڼ مرکزونه تړل شوي دي.
په محکمه کې قاضۍ د الجزیرې د راپور یادونه وکړه، چې په کې ویل شوي وو، طالبانو په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو په بندیانولو او ناوړه چلند سره غواړي چې دغه کسان د دغو توکو له کارولو لاس واخلي.

نور خبرونه

رادیو