روبیو: پاکستان او هند دې د سولې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۰

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید او د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لورو د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په ټلیفوني خبرو کې د سوېلي اسیا د وروستیو حالاتو، ترهګرۍ، د هند له لوري د پاروونکو اقداماتو او د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه بحث کړی دی.

شهباز شریف د خبرو پر مهال وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ هر ډول بڼه غندي او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې د نړۍوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له ۹۰زرو زیات خلک قرباني کړي او شاوخوا ۱۵۲مېلیارد ډالره اقتصادي زیان یې زغملی دی.

شریف د هند له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدونکی چلند "د اندېښنې وړ او خواشینوونکی" وباله او ویې ویل، هند هڅه کوي چې د نړۍوالو پام د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو څخه منحرفه کړي.

شهباز شریف د پهلګام پېښه کې د پاکستان د تورنولو هڅه په کلکو ټکو رد کړه او د یو خپلواک او بې‌طرفه تحقیق غوښتنه یې وکړه.

نوموړي له روبیو وغوښتل، چې پر هند فشار راوړي تر څو له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او سیمه‌ ییزې سولې ته ژمنتیا وښيي.

د خبرو پر مهال مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې د سوېلي اسیا د سولې لپاره پاکستان او هند باید ګډ کار ته دوام ورکړي.

شهباز شریف همداراز د هند له لوري د اوبو په برخه کې "یو طرفه پرېکړه" وغندله او ویې ویل، چې د سند طاس تړون له مخې هېڅ هېواد نه شي کولی له یو اړخیزې پرېکړې سره اوبه بندې کړي.

هغه زیاته کړه، چې اوبه د پاکستان د ۲۴۰ مېلیون وګړو د ژوند کرښه ده.

شهباز شریف ټینګار وکړ، چې د جمو او کشمیر لانجه باید په سوله‌ ییز ډول حل شي، ځکه دا د سیمې د دايمي ثبات یوازینۍ لاره ده.

تمه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې اړه له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

تر دې مخکې، سعودي عربستان هم د نن په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، له نورو اقداماتو دې ډډه وکړي او خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو هوار کړي.

بل خوا، د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.

د پهلګام پېښه د اپرېل پر۲۲مه نېټه د هند په جمو او کشمیر کې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې وشوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو