د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د ښځو، سولې او امنیت قانون لغوه کړ.
دغه قانون په ۲۰۱۷ کې د ډونالډ ټرمپ لهخوا د متحده ایالاتو په امنیتي خدمتونو کې د ښځو د رول زیاتولو لپاره لاسلیک شوی و.
د سې شنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ هېګسټ اعلان وکړ، چې د ټولنیزو لګښتونو زیاتوالي له امله یې دا پروګرام پای ته رسولی او له دې وروسته به یوازې له قانون سره سم د هغې تطبیق پلی کړي.