د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، چې هېواد یې سولې ته ژمن دی؛ خو که پر وړاندې یې هر ډول ګام واخیستل شي، نو په بشپړ ځواک سره به د خپل حاکمیت دفاع وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترېش سره په ټیلیفون کړې دي.
نوموړي په دې اړه پر اېکس پاڼه کاږلي: «یو وار بیا مې د هند بې بنسټه تورونه رد کړل او د پهلګام پېښې په اړه مې د رڼو او بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه.»
هغه لیکلي: «له ملګرو ملتونو مې وغوښتل، چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې د جمو او کشمیر د شخړې په حل کې خپل رول ولوبوي.»