د کشمیر له کړکېچ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي، چې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله به په هیڅ صورت کې هند ته سفر ونه کړي.
د پاکستاني رسنۍ «هم نیوز» د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي، چې دوی اوسنی وضعیت له نږدې څاري او که هند کوم اقدام وکړي؛ نو ورته ځواب به ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د جعفر اېکسپرېس په برید کې هند لاس لاره او دوی به په دې تړاو شواهد هم وړاندې کړي.
هغه دارنګه ویلي:« که ایران د منځګړیتوب هڅه کوي؛ نو موږ به یې هرکلی وکړو.»