د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر د امنیت شورا د سلاکار په توګه وټاکه

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د ملي‌ امنیت د سلاکار په توګه هم ټاکلی دی.

د هغه د ګومارنې خبرتیا هم خپره شوې ده.

جنرال محمد عاصم ملک تېر کال د سپټمبر په میاشت کې دای اېس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

نوموړی په داسې حال کې د پاکستان د ملي‌ امنیت د سلاکار په توګه ټاکل کېږي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید وروسته د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ زیاتې شوې دي.


نور خبرونه

رادیو