د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د دوشنبې ورځې په ټاکنو کې د لیبرال ګوند لپاره د یوه ستر بري له ترلاسه کولو وروسته ځان د نړیوالې مشرتابه لپاره چمتو کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محافظه کارو پالیسیو پر ضد د څو اړخیزې همکارۍ د پلوي په توګه راڅرګند شي.
رویټرز وايي، کارني، چې د جي۷ ګروپ د دوو مرکزي بانکونو پخوانی مشر دی، د نړیوالو اړیکو په برخه کې د پراخې تجربې له کبله ژر نړیوال باور ترلاسه کولو ته چمتو دی.
د کارني د انتخاباتي کمپاین سخت ټکي چې د ټرمپ پر ضد یې وویل، د نړۍ نورو برخو کې ډیر د پام وړ ګرځېدلي.
په یوه غونډه کې، کارني وویل: « کاناډا چمتو ده له هغو هېوادونو سره یو اتحاد رامینځته کړي چې ګډ ارزښتونه پالي. موږ پر نړیوالې همکارۍ باور لرو. موږ د ازادې او پرانستې سوداګرۍ، خدماتو او افکارو تبادلې لپاره ولاړ یو او که امریکا نور نه غواړي رهبري وکړي، نو کاناډا به یې وکړي».
د همدې نیوکو له امله په کاناډا کې د هغه د ګوند ملاتړ ډېر شوی. کاناډایان اوس د امریکایي توکو او سفرونو پر وړاندې د غوسې څرګندونې کوي.
د کارني له بریا سره سره، د هغه لیبرال ګوند یوازې لږ اکثریت ترلاسه کړی دی، چې د حکومت لپاره د کوچنیو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د کاناډا د پخواني دیپلومات کولن رابرتسن په وینا، کارني د کاناډا تر ټولو ښه چمتو شوی لومړی وزیر دی، ځکه هغه پراخې نړیوالې اړیکې لري.
په همدې حال کې، کارني به احتمالاً د کاناډا سوداګري له اروپا، استرالیا او اسیایي دموکراسيو لکه جاپان سره پراخه کړي، څو د امریکا له خوا د نویو تعرفو پر وړاندې د اقتصادي زیانونو یوڅه جبران وکړي.