د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
هغه د سې شنبې په ورځ (د غويي ۹مه) له طالبانو غوښتي، چې سملاسي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي څو هغوی وکولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي.
نوموړي په کابل کې له یو شمېر محصلینو سره د لیدنې پر مهال وویل: «افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی.»
کرزي له ځوانانو غوښتي، چې ملي یووالی او پیوستون لا ډېر پیاوړی کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په وار-وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره د عصري او رسمي زدهکړو اجازه ورکړي.
د یادونې ده، چې حامد کرزي ویلي و چې ټولنې له زدهکړو پرته پرمختګ نه شي کولای او د نجونو پر وړاندې د زدهکړو د مرکزونو بند پاتې کېدل د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.
نوموړي په خپلې اېکسپاڼې لیکلي و: «روښانه ده چې هېڅ ټولنه بې له علم او زدهکړو ترقۍ او سوکالۍ ته نه رسېږي؛ له همدې امله په تاکيد سره بيا تکراروم چې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مراکزو بند پاتې کېدل او د ښځو د کار ممانعت د هېواد د ترقۍ لپاره ستر خنډ دی.»
حامد کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نږدې څلور کاله کېږي چې افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورته له عصري زدهکړو له ټولو حقونو بېبرخې دي.