د چین د لیاو یانګ ښار په یوه رسټورانټ کې د اور لګېدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.
ځايي مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې دمګړی اور کنټرول شوی او د ژغورنې عملیات هم پای ته رسېدلي دي.
اور د دوه یا درې پوړیز ودانۍ څخه راپورته شوی او د پېښې له امله د رسټورانټ مدیر د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
که څه هم د دې اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو د دې هېواد ولسمشر شي جېپېنګ اړوندو چارواکو ته امر کړی، چې د پېښې لامل او عاملین پیدا کړي.