د سوريې د بهرنيو چارو وزير اسعد الشيباني د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې سوريه به هېڅکله د اسراییل په ګډون د سيمې د هېڅ هېواد لپاره د بېثباتۍ لامل نه شي.
الشيباني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ټينګار وکړ، چې د سوريې ثبات د ټولو اړخونو په ګټه دی، خو هغو بريدونو ته یې اشاره وکړه چې د سوريې پر حاکميت تېری کوي او دا يې د ثبات پر وړاندې اصلي خنډ وباله.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې دمشق د شخړو د مخنيوي په موخه له انتقالي عدالت سره ژمن دی.
هغه زياته کړه: «د بنديزونو دوام زموږ وړتیا د راتلونکو شخړو د مخنيوي لپاره کمزورې کوي او د نوي حکومت فعاليتونه له جدي ننګونو سره مخ کوي.»
الشيباني د سوريې په اړه د نړۍوال بېپلوه ميکانيزم راپور څخه هرکلی وکړ او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل، چې د سوريې د بنديزونو د لېرې کېدو غوښتنه پرته له ځنډه ومني.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د نوي نظام د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته سفر کوي.
په دې سفر کې الشیباني له يو شمېر نړۍوالو مشرانو سره هم ليدلي، چې پکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د عمومي اسمبلې مشر فيليمون يانګ او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافايل ګروسي شامل دي.
الشيباني همداراز د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سوريې نوی ملي بيرغ پورته کړ، چې دا اقدام د سوريې د نړۍوال رول د پياوړتيا لپاره يو سمبوليک ګام بلل شوی دی.