ما له کوچنیوالي له کتابونو سره مینه درلوده.
هېڅکله مې فکر نه و کړی، چې یوه ورځ به دې ته اړ شم څو خپل کتابونه اور ته واچوم او پرې ډوډۍ پخه کړم.
دا د الازهر پوهنتون د طبي محصلې هیند سلامه ابو حلو کیسه ده، چې له الجزیرې سره یې شریکه کړې ده.
زه او وړونه مې کله چې ماشومان وو، د خپل جېب پیسو باندې به مو نوي کتابونه پېرل.
دا زموږ مور وه، چې له امله یې موږ له کتابونو سره ژوره مینه پیدا کړې وه، ځکه د کتابونو لوستل زموږ لپاره یوازې یو شوق نه و، بلکې د ژوند طریقه وه.
زما په یاد دي، چې مور او پلار مې زموږ لپاره په کور کې کتابتون جوړ کړی و، یعنې یوه لوړه المارۍ یې د ناستې خونې په یوې برخه کې ځای پر ځای کړې وه.
هغه وخت زه پنځه کلنه وم، خو د دې کتابتون تقدس مې هماغه وخت درک کړ.
زموږ پلار هوډ درلود، چې دا المارۍ له بېلابېلو کتابونو لکه فلسفې، دین، سیاست، ژبو، ساینس، ادبیاتو او نورو برخو کتابونو څخه ډکه کړي او دغه راز یې غوښتل چې یو داسې کتابتون ولرو څو له عامه کتابتون سره سیالي وکړي.
هغوی به موږ اکثره د سمیـر منصور کتابتون څنګ ته کتاب پلورنځي ته بیولو، هلته به موږ ته اجازه راکول کېده چې تر اوو کتابونو پورې واخلو.
ښوونځي کې هم موږ دې ته هڅېدو چې له کتاب سره مینه او لېوالتیا پیدا کړو.
زموږ د کور کتابتون زموږ ملګری او ارام ځای شو، زموږ پناه شو، هم په جنګ او هم په سوله کې. هغه شپه چې یوازې د بمونو له روښنايۍ سره تېرېدله، موږ به د اور شاوخوا ناست وو، د غسان کنفاني کتابونه به مو تحلیل کړ او د محمود دروېش اشعار به مو له یادو ویل.
کله چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې نسلوژنه پیل شوه، د غزې بندیز دومره سخت شو چې نه زغمل کېده.
اوبه، سون توکي، دارو او خواړه بند شول.
کله چې ګاز خلاص شول، خلکو د هر څه سوځول پیل کړل، د ویجاړو شویو کورونو لرګي، د ونو څانګې، کثافات … او بیا کتابونه.
زموږ د خپلوانو په منځ کې دا کار لومړی زما د ورور په کور کې وشو.
زما وراره له دردونو سره خپل نوي کتابونه وسوځول، هغه کتابونه چې رنګ یې لا هم وچ نه و، یوازې د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي.
هغه کتابونه چې ذهنونه یې تغذیه کول، اوس د ژوند د دوام لپاره اور ته ورکړل شول.
زه له دې امله سخته خپه وم، خو زما ۱۱کلن وراره احمد راته وویل: «یا به له لوږې مرو، یا به له زدهکړې بې برخې کېږو. زه ژوند غوره کوم. تعلیم وروسته بیا پیلوو.»
د هغه ځواب زما زړه ولړزاوه.
زمونږ ګاز چې هم خلاص شو نو ما ټينګار وکړ چې لرګي واخلو، که څه هم قیمتونه یې څو برابره لوړ و، خو پلار مې راته وویل: «جګړه چې ختمه شي، زه به درته ټول هغه کتابونه بیا واخلم چې ته یې غواړې. خو دا اوس را واخله.»
ما ونه منله.
دا کتابونه زموږ د ژوندي ژوند شاهدان وو، زموږ د خوشحالۍ او غم ملګري، زموږ د بریاوو او ناکامیو حافظې. څنګه مې سوځولای شول؟
ما یو شمېر کتابونه بیا بیا ولوستل، د هغوی سرلیکونه، پوښونه او حتی د صفحو شمېر مې حفظ کړل.
له ویرې چې زموږ کتابتون به بل قرباني وي، ما دا کتابونه په زړونو کې خښ کړل.
د جنورۍ په میاشت کې چې موقتي اوربند وشو، د پخلي ګاز غزې ته داخل شو، ما سا واخېسته او فکر مې وکړ چې زه او کتابونه مې له دې نسلوژنې وژغورل شوو.
خو د مارچ په سر کې نسلوژنه بېرته پیل شوه او ټولې بشري مرستې بندې شوې: نه خواړه و، نه دوا او نه سون توکي ول.
په درېیو اونیو کې مو ګاز خلاص شو، نه بله لاره وه او نه بل بدیل.
زه اړ شوم چې تسلیم شم، د خپل کتابتون مخې ته ودرېدم، د «نړۍوالو بشري حقونو قانون» جلدونه مې راواېستل، دا باید لومړی وسوځول شي. موږ ته ښوونځي کې دا قوانین را زده کړل شول، باور راکړل شو چې د فلسطینیانو حقوق پکې خوندي دي او یوه ورځ به موږ پرې ازاد شو.
خو دغو قوانینو هېڅکله زموږ ساتنه ونه کړه، موږ نسلوژنې ته پرېښودل شوو او غزه داسې یوې دنیا ته وغورځول شوه، چې هلته نه قانون شته، نه اخلاق، نه د انسان د ژوند ارزښت.
ما د قانون پاڼې ټوټې ټوټې کړې، لکه څرنګه چې زموږ خلک د بمونو له امله ټوټې ټوټې شول.
ما دا پاڼې اور ته ورکړې، یو بې وسه قرباني، د هغو خلکو په یاد چې ژوندي وسوځېدل لکه شعبان اللوح، چې کله العاصي روغتون وویشتل شو، خبریال احمد منصور چې کله د رسنیو خیمه وسوځېده او زرګونه نور چې نومونه به یې هېڅکله ونه پېژنو.
ورپسې مو د ورور د فارمکولوژۍ (دواپوهنې) کتابونه وسوځول.
موږ خپله کنسروي خواړه د هغه د کلونو زحمتونو له خاورې-خاورې شوو کتابونو سره پخول، خو دا هم کافي نه وو.
کلابندي لا هم سختېده، ورور مې ټینګار وکړ چې خپل د خوښې کتابونه وسوځوي، مخکې له دې چې زما ته ورشي.
خو بالاخره نوبت زما کتابونو ته ورسېد.
ما د محمود دروېش د شعرونو ټولګې وسوځولې، د جبران خلیل جبران ناولونه، د سمیع القاسم مقاومت غږ، د عبدالرحمان منیف ناولونه او د "هرې پاتر" کتابونه چې زما د ځوانۍ یادونه وو.
ورپسې زما طبي کتابونه وسوځېدل.
زه د اور مخې ته ولاړه وم، کتابونه مې لمبو خړپړ-خړپړ خوړل، زړه مې ورسره سوځېده.
موږ هڅه وکړه، چې دا قرباني یو څه ارزښتناکه کړو د بیچامیل ساس سره پاستا مو پخه کړه.
ما فکر کاوه دا به تر ټولو لویه قرباني وي، خو پلار مې نور هم مخکې ولاړ او د کتابتون المارۍ یې له منځه واخیسته، د لرګي په توګه یې وسوځوله، ما ۱۵ کتابونه وژغورل.
دا د فلسطین د قضیې په اړه د تاریخ کتابونه دي، زموږ د نیکونو کیسې پکې دي او د نیا هغه کتابونه، چې د همدې نسلوژنې پر مهال بې رحمه ووژل شوه.
نسلوژنې موږ داسې کارونو ته اړ کړو، چې ان زموږ په وېرونکو خوبونو کې مو نه و لیدلي.
موږ اړ شوو، چې خپلې خاطرې ټوټې ټوټې کړو او هغه څه مات کړو چې هېڅکله مو نه غوښتل.
خو که ژوندي پاتې شوو، نو بېرته به هر څه رغوو او بېرته به یو نوی کتابتون جوړوو.