ملګرو ملتونو له پاکستان او هند نه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پېچلو مسایلو د حل لپاره له زغمه کار واخلي او د تاوتریخوالي له زیاتوالي ډډه وکړي.
د جیونیوز د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د پیچلو موضوعاتو حل یوازې د رغنده مذاکراتو له لارې ممکن دی.
هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه د هر هغه اقدام ملاتړ ته چمتو دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمښت او د مذاکراتو د پیاوړتیا لامل کېږي.
د یادونې ده، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر ۲۶ سیلانیانو د وسلهوالو یوې ډلې تر برید وروسته د اسلاماباد او نوي ډیلي اړیکې خړې شوې دي.