سویډن کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي

۹ ساعتونه مخکې

د سویډن پولیس وايي، چې د دغه هېواد په اوپسالا ښار کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، ډزې د دغه ښار مرکز ته نږدې د ویښتانو په یوه سالون کې شوې دي.

سویډني پولیسو د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلی او تر اوسه نیول شوی نه دی.

د پولیسو ویاند مګنوس جانسن کلارین د سویډن یوه تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د بریدګر د نیولو لپاره په پراخه کچه عملیات پیل شوي دي.

همداراز، د قربانیانو او بریدګر د هویت په تړاو لا تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

د یادونې ده، چې په سویډن تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اوریبرو ښار د لویانو د زده‌کړې په مرکز کې د ډزو له امله ۱۰ کسان وژل شوي وو.

پولیسو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ډزو پېښې دویم پرله‌پسې کال لپاره راکمې شوي او ۲۹۶ پېښو ته رسېدلي، چې دا د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي.

نور خبرونه

رادیو