په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ لومړۍ ۱۰۰ ورځې؛ ایا نړۍوال نظم د جدي بدلون په حال کې دی؟

۱۰ ساعتونه مخکې

دونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو سره، په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د «لومړۍ امریکا» سیاستونو په پرمختګ سره، نړۍوال نظم ته بدلون ورکړی دی.

د پراخو ګمرکي تعرفو لګول، د بهرنیو مرستو کمول او له متحدینو سره د متفاوتو دریځونو غوره کول، هغه نړۍوال نظم چې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شوی و، له ننګونو سره مخ کړی دی.

په دویم پړاو کې یو بنسټیز چلند

رویټرز خبري اژانس د ولسمشر په توګه د ټرمپ د دویمې دورې د چلند په اړه راپور ورکړی او لیکلي یې دي، چې واک ته له ستنېدو راهیسې د هغه چلند د پخوانۍ دورې په پرتله بدل شوی دی.

یو زوړ امریکايي محافظه‌کار الیوت ابرامز چې د رونالډ ریګن او جورج ډبلیو بوش په حکومتونو کې یې کار کړی او د ټرمپ په لومړي دور کې د ایران او وینزویلا لپاره ځانګړی استازی و، رویټرز ته ویلي: «ټرمپ اوس د اته کاله مخکې په پرتله ډېر راډیکال شوی او دې خبرې زه حيران کړی یم»

د ټرمپ د دویمې دورې په جریان کې د «لومړۍ امریکا» پالیسۍ د امریکا ځینې ملګري خپه کړي دي.

دا اقدامات او رامنځته شوې ناڅرګندتیا داسې اندېښنې راپورته کړې، چې ځینې هېوادونه اوس داسې پرېکړې کوي چې که په ۲۰۲۸ کال کې یو منځ‌لاری ولسمشر هم واک ته ورسېږي، بېرته ګرځېدل به یې اسانه نه وي.

ډنیس راس، چې د پخوانیو ډېموکرات او جمهوري‌پال حکومتونو لپاره یې د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې برخه لرله رویټرز ته ویلي: «موږ اوس د نړۍوال نظم یوه ستره ګډوډي وینو، هیڅوک ډاډه نه دي چې څه روان دي او څه به پېښ شي.»

د ټرمپ د سیاستونو نړۍوالې پایلې

ځینې شنونکي باور لري چې که څه هم د ټرمپ د اقداماتو ځینې اغېزې دوامداره دي، خو که اوسنی چلند یې تغير شي، ممکن حالات بېرته سم شي.

د امریکا ولسمشر مخکې له دې هم د تعرفو د پلي کولو په څیر مسالو په اړه له خپلو لومړنیو دریځونو څخه په شا شوی دی.

خو بیا هم ډېری کارپوهان د ټرمپ له لوري د اساسي بدلون تمه نه لري او وایي ډېری هېوادونه به د واشنګټن سره په خپلو اړیکو کې دایمي بدلونونه راولي ترڅو د هغه د ځینو پریکړو څخه ځان وساتي.

د ټرمپ بېرته واک ته راتګ اغېزې لا د اوس لپاره په نړۍوال ډګر کې ښکاره شوې دي.

د امریکا یو شمېر اروپایي متحدین د واشنګټن د نویو دریځونو په غبرګون کې د خپلو دفاعي صنعتونو پیاوړتیا په لومړیتوب کې راوستې، څو پر امریکایي وسلو تکیه راکمه کړي.

په سویلي کوریا کې د خپلواکې اتومي وړتیا د ترلاسه کولو خبرې زور اخیستی او هم مهاله د امریکا متحدینو له چین سره د اقتصادي اړیکو د نږدې کېدو احتمال هم زیات شوی دی.

د دغو نیوکو په ځواب کې سپینه ماڼۍ ټینګار کوي، چې د دولت اقدامات نه یوازې د امریکا شهرت ته زیان نه دی رسولی، بلکې د تېر حکومت له خوا رامنځته شوو زیانونو د ترمیم لپاره دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د ادارې چارواکي باور لري، چې دا اقدامات د هغو پایلو د اصلاح لپاره اړین دي چې دوی یې په نړۍوال سټيج کې د جو بایډن «بې‌ارادې مشري» بولي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز په یوه اعلاميه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ په چټکۍ سره د روانو ننګونو د حل لپاره هڅې کوي.

هغه د اوکراین او روسیې د خبرو اترو میز ته د راوستلو هڅه، د فینتانیل قاچاق سره مبارزه، له چین سره په قاطع ډول چلند، د ایران په وړاندې د اعظمي فشار پالیسي بیا رغونه او د سویلي سرحدونو خوندي کولو په څیر اقداماتو یادونه کړې ده.

د بهرني سیاست بدلون

د رویټرز د راپور له مخې، د دې خبري اژانس او د ایپسوس موسسې یوه ګډه نظر پوښتنه ښيي، چې له نیمايي ډېرو امریکايي وګړو، د شاوخوا ۲۰ سلنه جمهوري پالانو په ګډون باور لري، چې ټرمپ له روسیې سره «تر حد زیات» نږدې شوی دی.

ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د امریکا دریځ اساسي بدل کړی او حتا د فېبرورۍ په میاشت کې یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره په سپینه ماڼۍ کې سخت بحث کړی دی.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال له مسکو سره اړیکې تودې کړې، چې دا کار د نړۍوالې ټولنې اندېښنې راپارولي دي.

شنونکي وېره لري، چې ټرمپ به د ولادیمیر پوتین سره د اړیکو ښه کولو ته لومړیتوب ورکړي او کییف (اوکراین) دې ته اړ کړي، چې د خپلې خاورې برخې له لاسه ورکړي.

رویټرز لیکي چې د ټرمپ ادارې چلند د اروپا او ناټو سره، چې له اوږدې مودې راهیسې د اتلانتیک امنیت اصلي ستنه وه، اندیښنې راپورته کړې دي.

ولسمشر ټرمپ دا سازمانونه تورنوي چې له امریکا ناوړه ګټه اخلي.

د معاصرو ولسمشرانو برعکس ټرمپ د پراختیا غوښتونکو ویناوو څخه ډډه نه کوي.

هغه ویلي دي، ګرینلینډ به «ترلاسه» کړي، کاناډا یې د خپل خپلواک شتون لپاره د کافي دلیل نشتوالي په توګه رد کړې، د پاناما کانال د نیولو ګواښ یې کړی او حتی وړاندیز يې کړی، چې جنګ ځپلې غزه په یوه تفریح ​​ځای بدله کړي.

نړۍوال غبرګونونه او د اړیکو بیا تعریف

د رویټرز په وینا، نړۍ د ټرمپ د دورې امریکا سره خپلې اړیکې تنظیموي.

د واشنګټن د سوداګریزو فشارونو په ځواب کې، اروپايي ټولنې د غچ اخیستونکو تعرفو یوه بسته چمتو کړې چې که خبرې اترې ناکامې شي نو پلي به شي.

جرمني او فرانسه هم خپل دفاعي لګښتونه زیاتوي، یو داسې اقدام چې کولای شي د دوی کورني پوځي صنعتونه پیاوړي کړي او پر امریکايي وسلو تکیه راکمه کړي.

دغه خبري اژانس لیکي، کانادا چې له خپل جنوبي ګاونډي (یعنې امریکا) سره تاریخي اړیکې یې سړې شوي، اوس هڅه کوي له اروپا سره خپلې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې کړي.

سویلي کوریا او جاپان سره له دې، چې د ټرمپ له سیاستونو اندېښمن دي؛ خو بیا هم هڅه کوي له واشنګټن سره خپلې اړیکې وساتي.

نور خبرونه

رادیو