د یمن پر یوه توقیفي مرکز، چې د افریقایي کډوالو د استوګنې ځای ګڼل کیږي، هوايي برید کې ۶۸ تنه وژل شوي دي. حوثي یاغیان وايي، چې برید امریکايي الوتکو کړی.
متحده ایالاتو په یمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد له تېرو شپږو اونیو راهیسې خپل هوايي بریدونه ډېر کړي دي.
حوثي ځواکونه د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ګڼل کیږي، چې د یمن شمالي برخې کنټرولوي او وخت ناوخته د فلسطینیانو په ملاتړ اسراییلي اهداف او سره سمندرګي کې امریکايي بیړۍ په نښه کوي.
د حوثيانو تلویزیون «المسیره» له برید وروسته ویډیوګانې خپرې کړې چې د افریقايي کډوالو د توقیف مرکز پکې ویجاړ ښودل کیږي. په ویډیو کې ښودل کیږي چې مړي په دوړو کې پراته دي او د ځمکې پر سر وینې خپرې دي.
د حوثيانو یو تن مسوول محمد عبدالسلام دغه برید د «وحشیانه جرم» په توګه یاد کړی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، نوموړي په دغه برید کې امریکا ښکیله ګڼلې ده.
امریکا د دغه برید په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
د یمن لپاره تر ټولو مرګونی امریکايی برید په سره سمندرګي کې د تېلو پر ترمینل د دې میاشتې برید و، چې لږ تر لږه ۷۴ کسان پکې ووژل شول. د بشري حقونو مدافعانو په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو پر وژل کیدو اندېښنې څرګندې کړې دي.
یمن د یوې اوږدې مودې لپاره د یوې کورنۍ جګړې شاهد دی، چې حوثي ځواکونه او د یمن حکومت چې د عربو هېوادونو ملاتړ لري، پکې ښکېل دي. که څه هم جګړه دوه کاله مخکې له یوه تړون وروسته یوڅه کمه شوې، خو لاهم دغه هېواد د کډوالو لپاره خطرناکه لاره ده.
هر کال په زرګونو کسان چې له بې وزلۍ تېښته کوي، د افریقا له غرنيو سیمو او سره سمندرګي لارې یمن ته تګ کوي او پلي سعودی عربستان ته ځانونه رسوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تېر کال کې د سره سمندرګي لارې په اوږدو کې له ۵۰۰ زیات کسان ډوب شوي دي.