شمالي کوریا روسیې ته د خپلو سرتېرو استول تایید کړل

AP ۱۴۰۴ غویی ۸

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ لومړی ځل رسماً تایید کړه چې د خپل مشر کیم جونګ اون په امر یې ځواکونه روسیې ته د جګړې لپاره لېږلي دي، څو د روسیې له خوا بېرته نیول شویو سیمو کې مرسته وکړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، شمالي کوریا زرګونه پوځیان، د لویې کچې مرمۍ او توغندي، د روسیې لویدیزې کورسک سیمې جګړې لپاره استولي. دې همکارۍ د دواړو منزوي شویو هېوادونو اړیکې لا نږدې کړې دي.

د شمالي کوریا حکومتي خبري اژانس (KCNA) د رپوټ له مخې، د کورسک د نیولو جګړه د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د «لوړې ستراتیژیکې ملګرتیا» نښه ده.

روسیې د شنبې په ورځ رسماً د شمالي کوریا د ځواکونو حضور تایید کړ او ویې ویل چې اوکرایني ځواکونه له خپل وروستي نیول شوي روسي کلي ایستل شوي دي. خو کیف دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې لا هم د روسیې په ځینو برخو کې عملیات کوي.

د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا او د کیم جونګ اون شخصي ملاتړ ستاینه وکړه.

هغه وویل: «موږ به د هغو کوریايي اتلانو درناوی وکړو چې د روسیې لپاره او زموږ د ګډې ازادۍ لپاره یې خپل ژوند ورکړ».

د شمالي کوریا د کارګر ګوند مرکزي نظامي کمیسیون وویل چې کیم له روسیې سره د تېر کال د لاسلیک شویو ستراتیژیکو همکاریو جامع تړون له مخې د پوځ استولو پرېکړه وکړه.

کیم ویلي چې هغوی چې د عدالت لپاره جنګېدلي، ټول اتلان دي او د مور وطن ویاړ څرګندوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا استول ناقانونه بللي او غوښتنه یې کړې چې دا ملاتړ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د سویلي کوریا حکومت د شمالي کوریا دا تایید د جنایي عمل منل بللي او دا یې غیر انساني او غیراخلاقي پرېکړه ګڼلې چې خپل ځوانان د رژیم د ژغورلو لپاره جګړې ته لېږي.

نور خبرونه

رادیو