ټرمپ: پرته له دې چې بمباریو ته اړ شو له ایران سره به هوکړې ته ورسېږو

پرون

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ درېیم پړاو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، چې له ایران سره یې خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي.
نوموړی ټينګار کوي، ښایي پرته له دې چې بمباریو ته اړ شي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جک سالیوان بیا له اې بي سي نیوز شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي: «فکر کوم دا احتمال شته چې ایران او متحده ایالات سره یوې هوکړې ته ورسېږي.»
ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي، چې نیویارک ټایمز تېره ورځ د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل.
د راپور له مخې، امریکا غواړي له ایران سره د مذاکراتو ځای متحده ایالاتو ته نږدې ځای کې وشي.
نیویارک ټایمز دغه راز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله زیاته کړې، چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو به په اروپا کې وشي او عمان به هم د تسهیل کوونکي رول ولري.
اخوا، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د ټرمپ د دولت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو مثبت بللی، خو دغه راز یې ویلي چې دغه خبرې اترې به په جزیاتو کې ښایي ترینګلتیاوې ولري.
د یادولو ده، چې تر دې وړاندې د ټرمپ په ګډون د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي و، دوی نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري.
تر دې وړاندې هم دوی خبرداری ورکړی و، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.

نور خبرونه

رادیو