د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې لوېدیځ متحدین به په راتلونکو لسو ورځو کې "پر روسیې فشارونه زیات کړي" نوموړي همدا راز په واشنګټن غږ کړی چې د مسکو په وړاندې خپل دریځ نور هم سخت کړي.
د فرانسې اونیزې پاریس میچ ته مکرون داسې مهال دا خبرې کړي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاپ فرانسیس د جنازې په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د خبرو په پایله کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې خپل دریځ سخت کړ.
د زیلینسکي او ټرمپ ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې واشنګټن د کریملین سره مستقیمې خبرې پیل کړې ترڅو د روسیې لخوا پېل کړې جګړه پای ته ورسوي.
امانویل مکرون وویل: «په راتلونکو اتو تر لسو ورځو کې به پر روسیې فشارونه زیات شي.
مکرون، همدا راز زیاته کړه: "راتلونکې ۱۵ ورځې به په اوکراین کې د اوربند پلي کولو لپاره خورا مهمې وي".
مکرون وویل چې تیره اونۍ یې له ټرمپ سره خبرې کړي ترڅو "هغه وهڅوي چې د پوتین پروړاندې قوي کرښه غوره کړي".
نوموړي همدا راز وویل: "هدف دا دی چې امریکایان وکولی شي په چټکۍ سره کییف ته لاړ شي او موږ د اوربند لپاره شرایط رامینځته کړو او همدا ډول په اوکراین کې د اوربند د ملاتړ لپاره په ژورو اقداماتو کار وکړو."
د فرانسې ولسمشر وویل: "موږ باید له امریکایانو سره یوځای د دې اوربند د خوندي کولو لپاره د روسیې پر وړاندې خپل دریځ سخت کړو."
روسیې تر دې دمه د اوږدمهاله اوربند لپاره د متحده ایالاتو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی ، پرځای یې په یو اړخیز ډول لنډ دوه ورځينی اوربند اعلان کړ.
ماکرون وویل: "زه باور لرم چې په واتیکان کې د دې غونډې له برکته موږ بریالي شوي یو چې پر روسیې فشار راوړو. دا مطلوب هدف و، ځکه چې دا غیر عادلانه وه چې یوازې پر اوکراین فشار راوړل شي."