د کانټور فیټزجیرالډ (Cantor Fitzgerald) مشر او د والسټریټ یوې مشهورې څېرې هاوارډ لوټنیک د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دویمه دوره کې د سوداګرۍ وزیر په توګه له ټاکلکېدو وروسته د «امریکا د سوداګرۍ ستراتیژیو اصلي معمار» ګرځېدلی دی.
نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ (اپرېل ۲۸مه) په یوې مقالې ویلي چې نوموړي د پراخو وارداتي تعرفو په ډیزاین او پليکولو کې کلیدي رول لوبولی؛ هغه تعرفې چې موخه یې له نړۍ سره د واشنګټن په سوداګریزو اړیکو کې بنسټیز بدلونونه راوستل دي.
ټرمپ د روان کال اپرېل په دویمه «ازادۍ ورځې تعرفې» په نوم په نوم یوه نوې ستراتیژي معرفي کړې چې له مخې یې دغه هېواد ته پر ټولو وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه او همداراز پر ۶۰ هېوادونو لوړې تعرفې لګول کېږي.
دغه اعلان نړۍوال مالي بازارونه په ټپه درولي چې له امله یې په والسټریټ کې د ونډو بیې هم راټیټې شوې دي.
د نیویارک ټایمز په وینا، هاورډ لوټنیک په مشرانو حرګې کې له خپل رسمي تایید څخه مخکې د لویو شرکتونو او بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره پراخې مشورې ترسره کړې وې.
هغه د مشرانو جرګې په استماعیه غونډو کې ټینګار کړی چې متحدهایالات باید د چین د ټېکنالوژیکي پرمختګونو، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. په دې برخه کې لوټنیک د Intel د تولیدي فابریکو د ټایوان شرکت TSMC ته د لېږدولو وړاندیز هم مطرح دی.
د اپرېل په ۹مه د ټرمپ د تعرفو له وضعکېدو سره سم، امریکا مالي بازارونه، یو پر بل له سختو ضربو سره مخ شوي دي.
د امریکا ولسمشر د دغه وضعیت په ځواب کې پرېکړه وکړه چې د ډېرو هېوادونو لپاره تر ۱۰ سلنې پورته تعرفې پليکول د ۹۰ ورځو لپاره وځنډوي؛ خو پر چین یې دا تعرفې څو چنده لوړې کړې.
دغه بدلونونه د هاورډ لوټنیک او خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د مشورو په پایله کې خورا اغېزمن بلل شوي دي.
لوټنیک له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې که دا تعرفوي پالیسۍ ان د اقتصادي رکود لامل هم شي، ارزښت لري.
د ده په باور، دا تدابیر د متحدهایالاتو د اقتصادي امنیت د خونديتوب او د چین له تخنیکي ګواښونو سره د مبارزې لپاره لازم دي.
په داسې حال کې چې د ټرمپ دولت پلویان دا سیاستونه د امریکا د اقتصادي ځواک د بیارغونې لپاره یو حیاتي ګام بولي؛ خو منتقدانو یۍ خبرداری ورکړی چې دغه تعرفې کولای شي د اقتصادي ودې د کمېدو، د بیو د لوړېدو او د نړیوالو سوداګریزو ناندریو د ډېرېدو لامل شي.