د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې دغه هېواد به د هغو ځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي، چې د اوکراین پوځ یې کاروي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې ۷۰ تازه بریدونه کړي.
سرګي لاوروف ویلي، چې تېره اونۍ په کییف کې د استوګنې پر ودانۍ د روسیې وژونکی توغنديز برید "ملکي" هدف نه و.
لاوروف له سي بي اېس سره په یوې مرکه کې زیاته کړې: «موږ به هغه ځایونه په نښه کړو چې د اوکراین د پوځ له خوا کارول کېږي. د بهرنیو هېوادونو د ځینو اجیرانو له خوا او د ښوونکو له خوا چې اروپایانو په رسمي توګه د روسیې د ملکي ځایونو په نښه کولو کې مرسته کړې.»
د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نادر غندنه وکړه: «ولادیمیره، ودرېږئ.»
زېلېنسکي چې د پاپ فرانسس د جنازې دمخه د شنبې په ورځ په روم کې له ټرمپ سره ولیدل، په ټېلګرام کې یې لیکلي، چې د هغه لوړپوړي پوځي قوماندان راپور ورکړی چې روسیې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۷۰ بریدونه ترسره کړي.
نوموړي وویل، چې وضعیت لاهم ستونزمن دی.
هغه د یکشنبې په ورځ لیکلي: «په محاذ کې وضعیت او د روسیې د پوځ ریښتینی فعالیت دا ثابتوي چې اوسمهال د نړۍ له خوا پر روسیې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي فشار نه شته.»
لاوروف دا هم وويل، چې روسیه به د ایران د غني شويو اټومي موادو ذخیره کولو ته چمتو وي که چېرې متحده ایالات او ایران دواړه په دې باور وي چې دا به ګټور وي.