د کاناډا په ونکوور کې یو موټر د جشن په مراسمو ورننوتی او مرګ ژوبله یې اړولې

۲ ورځې مخکې

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د کاناډا په د برېټیش کولمبیا ایالت په ونکوور ښار کې د فېلپینیانو د یوه جشن پر مراسمو موټر ورننوتی چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پولیسو ویلي،‌ موټر چلوونکی نیول شوی او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

دغه پېښه د کاناډا په وخت د شپې په اته بجو شوې، چې پکې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره هم نه ده په ډاګه شوې.

د کاناډا لومړي وزير مارک کارني پر اېکس پاڼه لیکلي:« د ونکوور په لاپو لاپو جشن کې د دغې وحشتناکې پېښې له خبرېدو سخت خواشينی شوم.»

د ونکوور ښاروال کن سیم او د برېټیش کولمبيا ايالت لومړي وزير ډیویډ ابي هم ورته څرګندونې کړې دي.

د کاناډایي سي ټي وي CTV ټلوېزيون د راپور له مخې يوه عيني شاهد ويلي، تر پېښې وړاندې یې په دغه سیمه کې يو تور رنګه موټر ليدلی و، چې په خورا خطرناکه ډول د جشن چاپېره ګرځول کېده.

د کاناډا د نوي ډېموکراټ ګوند مشر جګمېت سېنګ چې د جشن ګډونوال و، د پېښې له رامنځته کېدو څو شېبې وړاندې له سيمې وتلی و.

هغه ويلي:« دغه پېښه دومره وحشتناکه ده، چې نشم کولای څه ووايم. هلته د ماشومانو خوشحاله څېرې او نڅاوې مې لا هم مخې ته راځي.»

رپوټونه وايي، چې د پېښې پر مهال په سيمه کې زرګونه کسانږ ګډون لاره.

يوسف ورده نومې کس چې هلته یې د خوراکي توکو د خرڅلاو يو موټر درلود خبریالانو ته وویل:« ما يوازې د موټر د چټک رفتار غږ واورېد. کله مې چې له فوډ ټرکه راووتم، سړک د خلکو له جسدونو ډک و.»

نوموړي زياته کړې:« موټر د ټول سړک له منځه تېر شو او نېغ پر خلکو ورغی».

دا پېښه داسې مهال شوې چې راتلونکې دوشنبه د کاناډا فدرالي ټاکنې ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو