د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ایران ته د بیړنیو الوتکو د استولو امر کړی چې د بندر عباس چاودنو د عواقبو په کنټرول کې د تهران مرسته وکړي.ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په بندر کې د کیمیاوي موادو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د یکشنبې په ورځ د کرملین له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پوتین د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د عاجلې روغتیا هیله یې کړې ده.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د اور وژنې یوه ځانګړې الوتکه (Beriev Be-200) او یوه (Ilyushin Il-76) نظامي ترانسپورتي الوتکه به ایران ته واستول شي، چې د پېښې د عواقبو په کنټرول کې مرسته وکړي.
ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د شنبې په ورځ د بندر عباس په ستر بندر کې د کیمیاوي موادو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د بندر عباس بندر کې د شنبې ورځې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۵ تنو ته رسېدلی او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، دا چاودنه چې احتمالاً د کیمیاوي موادو له امله رامنځته شوې، د بندر په شهید رجايي برخه کې شوې چې د ایران د کانټینرو ستر بندر په توګه پېژندل کېږي.
د چاودنې زور د بندر عباس ښار شاوخوا څو کیلومتره ساحه کې د ودانیو کړکۍ ماتې کړې، د بار وړونکو کانټینرونو فلزي برخې یې شلولې او هلته زېرمه شوي توکي یې سخت زیانمن کړي دي.
د ایران د کړکیچ مدیریت اداره وايي، له ۷۵۲ ټپیانو څخه ۱۹۰ تنه لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني، چې د پېښې ځای ته تللی و، ویلي، د یکشنبې تر سهاره۸۰ سلنه اور مړ شوی و او د اور وژنې هڅې به څو نور ساعتونه دوام وکړي.
په هغو برخو کې چې له اور یا چاودنې څخه خوندي پاتې شوې وې، عملیات بېرته پیل شوي دي.
که څه هم چارواکي کیمیاوي مواد د پېښې اصلي لامل ګڼي، خو د چاودنې دقیق علت لا نه دی څرګند شوی. ولسمشر مسعود پزشکيان د پېښې د څېړنې امر ورکړی او سیمې ته یې سفر کړی.
د کړکېچ مدیریت ادارې ویاند ویلي، چې د کیمیاوي موادو د ناسمو زېرمه کولو له امله د خطر خبرداری ورکړل شوی و، خو د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني له واردمخه قضاوت نه دډډې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې ایران له امریکا سره په عمان کې د اتومي پروګرام پر سر د خبرو درېیم پړاو پیل کړی دی.