ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان بندر عباس ته د هغې پېښې څیړلو په موخه سفر کړی، چې ۲۸ کسان پکې وژل شوي او ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي رسنۍ صدا او سیما راپور ورکړی، چې مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ بندر عباس ته سفر وکړ.
پزشکیان په بندر عباس کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د سفر موخه یې د پېښې څیړل او د یادې پېښې قربانیانو ته رسیدنه ده.
نوموړي د رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل:« اوس راغلی یم چې له نږدې وګورم، که داسې کوم څه وي، چې د حکومت له لورې یې موږ و څیړو. حتما هڅه کوو، کوم کسان چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان شوي د هغوی کورنیو ته رسیدنه وکړو.»
مسعود پزشکیان د خپل دغه سفر پرمهال د هوا له لارې په بندرعباس کې د پېښې له ځای څخه د لیدو ترڅنګ په پېښه کې د ټپي شویو کسانو او د قربانیانو له کورنیو سره هم لیدلي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ایران په بندر عباس کې د چاودنې له امله ۲۸ کسان مړه، ۶ ورک او ۸۰۰ ټپیان شوي دي.