زېلېنسکي: د نیول شویو سیمو په اړه هغه وخت خبرې کوو چې غیر مشروط اوربند وشي

AP ۱۴۰۴ غویی ۷

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې کریمیا باید په ډیپلوماټیک ډول بېرته دوی ته ورکړل شي.

د هغه په خبره، اوکراین بشپړ او غیر مشروط اوربند ته له رسېدو وروسته د خپلو سیمو په اړه خبرو ته چمتو دی.

زېلېنسکي خبریالانو ته وویل: «بشپړ غیر مشروط اوربند د هر څه په اړه د خبرو امکان زیاتوي.»

د راپورونو له مخې، د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن وروستی وړاندیز د کریمیا په اړه د مسکو په کنټرول کې په رسمیت پېژندل هم شامل دی.

د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو د اپرېل په ۲۵مه وویل، چې اوکراین ښايي په موقتي ډول روسیې ته د ځینو سیمو پرېښودو ته اړ شي.

زېلېنسکي وویل: «زه له ولسمشر ټرمپ سره موافق یم چې اوکراین دومره وسلې نه لري چې د وسلو په زور د کریمیا ټاپووزمه بېرته ترلاسه کړي.»

تېره ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې کریمیا به «له روسیې سره پاتې شي.»

زېلېنسکي د اوکراین له متحدینو وغوښتل، چې له ډیپلوماتیکو لارو په استفادې پر روسیې فشار ته دوام ورکړي، ترڅو د اوکراین د خاورې غیرقانوني اشغال پای ته ورسوي.

نوموړي همداراز وویل، چې اوکراین یوازې د بشپړ او غیر مشروط اوربند وروسته د اشغال شویو سیمو په اړه خبرو ته چمتو دی.

روسي چارواکو له اوکراین او امریکا سره د اوربند په خبرو کې تر ټولو زیاتې غوښتنې درج کړې دي.

اوکراین لا دمخه د متحده ایالاتو له خوا وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه کړې او د مارچ په ۱۱ یې وویل، چې کییف چمتو دی که چېرې روسیه هم یاد شرایط ومني، خو تر دې دمه مسکو انکار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو