د ایران د هرمزگان ولایت په کچه پر سیمهییزو رسنیو او خبریالانو فشار راوړل شوی او هغوی ته ګواښ شوی، چې د پېښې هېڅ انځور خپور نه کړي.
د راپورونو له مخې، امنیتي او استخباراتي چارواکو له هغو خبریالانو سره چې په بندرعباس کې د راپور چمتو کولو هڅه کوله، ټلیفوني اړیکې نیولي دي او دوی ته یې ویلي چې ژر تر ژره د پېښې له سیمې ووځي او ټولې اخیستل شوې ویډیوګانې او انځورونه دوی ته وسپاري.
امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی چې که انځورونه یا ویډیوګانې خپرې شي، له رسنیو او خبریالانو سره به سخت چلند وشي.
تر دې وړاندې ایرانانټرنشنل راپور ورکړی و، چې د ماسپښین له درېیو بجو راهیسې د سپاه پاسداران استخباراتي ځواکونه د پېښې سیمه تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راوستې ده.
تېره ورځ په بندرعباس کې چاودنه وشوه، چې نږدې ۱۴ کسان پکې ووژل شول او له ۷۵۰ زیات کسان پکې ټپيان شوي دي.
خو له بندرعباس څخه یوې ځایي سرچینې بیا ویلي، چې د بندر رجایي د چاودنې له امله د دوی په اداره کې ۲۳ ښځې وژل شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د چاودنې څپې دومره زوروې وې چې د خلکو سترګې یې سختې زیانمنې کړي او په روغتونونو کې ډاکټرانو له یو شمېر ټپيانو لاسونه هم پرې کړي دي.