د ایران سپاه پاسداران انقلاب سره تړلی تسنیم خبري اژانس، وايي، د دغه هېواد د بندر عباس په رجايي بندر کې د تېلو زېرمه کې چاودنه شوې او تر څو کیلومترو لرې یې د ودانیو شیشې ماتې کړې دي.
له دې پېښې سره هممهاله د امریکا او ایران استازي په عمان کې خبرو ته جرګه دي.
د تسنیم خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ نن شنبې د ماسپښین پرمهال په بندر عباس کې یوه زوروره چاودنه وشوه، چې د څو کیلومترو په حدودو کې یې د ودانیو ښیښې ماتې کړې.
په دې پېښه کې د بندر عباس د ګمرکونو تالار زیانمن شوی او کړکۍ یې ماتې شوې دي.
د بندرونو د ادارې مرستیال اسمعیل ماکزاده ویلي، چاودنه د راجايي بندر په یوه برخه کې شوې او اور وژونکي دا مهال د اور په مړولو بوخت دي.
د تسنیم د خبر له مخې اوس د بندر فعالیتونه ځنډول شوي ترڅو وضعیت ژر تر ژره د امنیتي او مرستندویه ځواکونو لخوا کنټرول شي.
تر اوسه د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي