امریکا او ایران د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل

پرون

نیویارک ټایمز د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي راپور ورکړ، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل.
د راپور له مخې، امریکا غواړي له ایران سره د مذاکراتو ځای متحده ایالاتو ته نږدې ځای کې وشي.

د سرچینې په خبره، امریکایي او ایراني ټیم د مذاکراتو لپاره یو چوکاټ وړاندې کړ او پر ځینو مسایلو یې خبرې هم وکړې، خو هېڅ ډول هوکړه و نه شوه.
نیویارک ټایمز دغه راز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله زیاته کړې، چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو به په اروپا کې وشي او عمان به هم د تسهیل کوونکي رول ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د ټرمپ د دولت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو مثبت بللی، خو دغه راز یې لیکلي، چې دغه خبرې اترې به په جزیاتو کې ښایي ترینګلتیاوې ولري.
یاد امریکایي چارواکي ویلي: «تراوسه ډېر کار پاتې دی، خو یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره پرمختګونه شوي دي.»
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې دواړو خواوو تراوسه مذاکرات مثبت ارزولي دي، خو د دې بهیر په سخت کېدو سره به ښایي ترینګلتیاوې هم زیاتې شي.
دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د ټرمپ په ګډون د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي، دوی نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري.
تر دې وړاندې هم دوی خبرداری ورکړی و، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.

نور خبرونه

رادیو