د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه وايي، د مایکل الکساندر ګلاسیو په نوم امریکايي وګړي چې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) د ډیجیټل نوښت برخې د مرستیالې جولین ګالینا زوی بلل کېږي، د ۲۰۲۴کال د اپریل په څلورمه د اوکراین په ختیځ کې «د روسیې د قراردادي جنګیالي په توګه وژل شوی دی.»
ګارډین ورځپاڼې د څېړنیزې وېبپاڼې iStories په حواله لیکلي دي، چې ۲۱ کلن ګلاس د اوکراین په ختیځ کې هغه مهال ووژل شو چې د روسیې د پوځ لپاره یې د یوه قراردادي جنګيالي په توګه جګړه کوله.
د iStories ویبپاڼې په راپور کې راغلي، د روسیې د نظامي ګمارنې له مرکزونو د افشا شویو معلوماتو پراساس، ګلاس یو له ۱۵۰۰ بهرنیو وګړو و، چې د ۲۰۲۲ کال له فبروري راهیسې یې د روسیې له اردو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
سرچینې iStories ته وویل، « د CIA د مرستیالې زوی د ۲۰۲۳کال په دسمبر کې ضربتي ټولي ته ګمارل شوی و؛ دا ټولي معمولاً د سختو جګړو په لومړۍ کرښه کې موجود وي.»
د هغه یوه نږدې ملګري هم دې وېبپاڼې ته ویلي، چې ګلاس ډېری وخت د فلسطین په اړه ویډیوګانې کتلې او د «بشري حقونو» په نوم د امریکا پر دوه ګونو پالیسیو ډېر غوسه و.
هغه زیاتوي، "موږ نه پوهیږو چې هغه په جګړه کې برخه اخیستې وه او که نه. دوی نور دقیق معلومات نه لري."
د هغه په وينا، ګلاس تل د امريکا پر وړاندې د جګړې د لارې په لټه کې و او بالاخره يې د روسيې او اوکراين په جګړه کې د ګډون پرېکړه وکړه، چې له همدې امله روسيې ته ولاړ او ووژل شو.