د بندرعباس په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شوی

۲ ورځې مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي، چې د بندرعباس په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د هغه په خبره: «د پېښې ۲۰۰ ټپيان له روغتونونو رخصت شوي خو ۳۰۰ ټپيان بیا تراوسه هم په روغتونونو کې دي.»

د سره صلیب مشر هم ۳۰۰ ټپيانو ته په اشارې سره چې تراوسه د بندرعباس په روغتونونو کې دي وویل، چې ځینې ټپیان به د درملنې لپاره تهران ته ولېږدول شي.
مومني مخکې ویلي و، چې د بندرعباس په چاودنو کې د ټپيانو شمېر ۷۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

اخوا، له بندرعباس څخه یوې ځایي سرچینې بیا ایران‌انټرنشنل ته په یوه لېږل شوي ویډیو کې ویلي، چې د بندر رجایي د چاودنې له امله د دوی په اداره کې ۲۳ ښځې وژل شوې دي.

نوموړی په دغه ویډيو کې زیاتوي، چې د چاودنې څپې دومره زوروې وې چې د خلکو سترګې یې سختې زیانمنې کړي او په روغتونونو کې ډاکټرانو له یو شمېر ټپيانو لاسونه هم پرې کړي دي.

د پوځي چارو کارپوه هوشنګ حسنیاري ویلي: «زه باور لرم چې اسراییل له دې چاودنو څخه ګټه نه اخلي، ځکه چې امریکا به یقینا په داسې حالت کې ډېره ناخوښه وي.»

تر دې مخکې یوې باخبره اسراییلي سرچینې ایران انټرنشنل ته ویلي و، چې د بندر عباس د شنبې ورځې په چاودنو کې د اسراییل له رول څخه د دغه هېواد انکار «یو عادي او طبیعي عمل» دی.

له چاودنې څو ساعته وروسته، د اسراییل ۱۲ ټلویزیوني چینل هم د اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې هېواد یې د رجایي بندر په چاودنه کې هېڅ رول نه درلود.

د راپورونو له مخې، د بندرعباس په چاودنه کې ټولې بندري ودانۍ زیانمنې شوي او وېره شته چې ځیني کارکوونکي او خلک به تر ودانیو لاندې وي.

ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې ده، خو لامل یې معلوم نه دی.

چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کیلومترو لرې یې هم ودانۍ زیانمنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو