ټرمپ او زیلینسکي د اوکراین د سولې په لټه کې په روم کې سره وکتل

پرون

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د پاپ فرانسیس د جنازې د مراسمو په څنډه کې د واتیکان باسیلیکا کې وکتل.

دواړو مشرانو د اوکراین او د روسیې ترمنځ د جګړې پر پای ته رسولوخبرې وکړې.

زیلینسکی وايي دا غونډه تاریخي ثابتیدای شي که هغه ډول سوله وشي چې دی یې هیله لري.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاندې دا ناسته "ډیره ګټوره" وبلله.

د زیلینسکي د دفتر په وینا ، دواړو مشرانو شاوخوا ۱۵ دقیقې یو په یو سره اخبرې وکړې.

دا ناسته له هغه وروسته ترسره شوه، چې د فبرورۍ په میاشت کې په واشنګټن کې د ټرمپ او زیلینسکي لومړۍ لیدنه په ناراضۍ سره پای ورته ورسېده.

زیلینسکي په خواله رسنۍ کې لیکلي: «ښه ناسته. له یو بل سره مو ډیرې خبرې وکړې. موږ له ټولو هغو شیانو د یوې پایلې هیله لرو چې په اړه یې خبرې شوي دي.»

هغه وویل:« په دغو موضوعاتو کې د خپلو خلکو د ژوند خوندیتوب، بشپړ او بې قیدو شرطه اوربند ترڅنګ یوه ډاډمنه او تلپاتې سوله چې د جګړې د بیا تکرار مخه ونیسي شامل دي.»

زیلینسکي زیاته کړه: «دا یوه ډیره سمبولیکه غونډه وه، چې د تاریخي کیدو احتمال لري که چیرې موږ ګډې پایلې ترلاسه کړو. مننه ولسمشر ډونالډ ټرمپ!»

د سپینې ماڼۍ د اړیکو رییس سټیون چیونګ وویل چې دواړو مشرانو په شخصي توګه سره لیدلي او "ډیر ګټورې خبرې یې کړې دي. د لیدنې په اړه نور جزئیات به تعقیب شي".

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې تل یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه محتاطانه دریځ غوره کړی، د تېرې پنجشنبې په ورځ، د غویي پر څلورمه په لومړی ځل له دود وتلې نیوکه وکړه او پر کیېف د مسکو له توغندويي برید وروسته یې ولیکل، چې ولادیمیره نور بس کړه!.

ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې ولیکل، « زه پر کیېف د روسیې بمباري نه خوښوم. نه ضروري وه او نه هم په مناسب وخت کې شوې».

نور خبرونه

رادیو