د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره په تازه مرکه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیلولو کې اوکراین ملامت بللی او وايي، چې کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د ټایمز مجلې د پوښتنې په ځواب کې پر اوکراین تور پورې کړ چې له روسیې سره یې جګړه پیل کړه.
ډونالډ ټرمپ وايي:« کله چې دوی له ناټو سره د یوځای کېدو خبرې پیل کړې، نو همهغه وخت جګړه پیل شوه.»
نوموړی وايي، له روسیې د سولې په روانو مذاکراتو کې به ولادیمیر پوتین ته د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه ځمکه ورکړي.
ټرمپ وویل:« کرېمیا به د روسیې برخه پاتې شي.»
وړاندې تردې زیلینسکي ټینګار کړی و، چې اوکراین به په هیڅ تړون کې کریمیا باندې د مسکو قانوني کنټرول په رسمیت ونه پیژني.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ونیوله او بیا یې د خپل هېواد یوه برخه وبلله.
ټرمپ له ټایمز مجلې سره په دغه مرکه کې ویلي، چې اروپایان د خپل امنیت لپاره د زیاتو پیسو ورکړې هڅونې، د اسراییل او ځینو نورو عربي هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره ګامونو پورته کولو باندې ویاړي.
د ټایمز مجلې د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په پرتله دا ځل ډیر ډاډمن، هوښیار او کم فشارونه احساسوي.
ټرمپ وايي:« تېر ځل ما د بقا لپاره مبارزه کوله، دا ځل زه د نړۍ لپاره مبارزه کوم.»