عبدالباري عمر: نړۍوال دې د برېښنا اړوند خپلې نیمګړې پروژې پشپړې کړي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي مشر عبدالباري عمر له نړۍوالو غوښتي، چې د برېښنا په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي‌.

نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره په یوې ګډې ناستې کې کړي دي.

عبدالباري عمر همدا راز غوښتنه کړې، چې نړۍوال باید د برېښنا په برخه کې له طالبانو سره د نویو پروژو مالي ملاتړ هم وکړي.

په خبرپاڼه کې د نیمګړو پروژو او د نویو غوښتل کیدونکو پروژو په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي.

هغه په یاده ناسته کې همدا راز زیاته کړې، چې د دوی د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړیدو او تخنیکي سېسټمونو د اړتیاوو تر څنګ باید ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، جې د ملګرو ملتونو استازې ژمنه کړې چې د دغه ستونزو د حل په موخه به نړۍوال تمویلوونکي سازمانونه وهڅوي.

د معلوماتو له مخې د عبدالباري عمر تر مشرۍ لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت په پراخ فساد کې ښکېل دی او په یو شمېر ولایتونو کې یې په بېلابېلو نومونو له خلکو څخه پیسې اخیستي دي.

د ننګرهار په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د صندقونو د قلفونو په نومونو هم یاد شرکت له خلکو پیسې اخیستې او هېڅ ډول سندونه یې نه دي ورکړي.

همدا راز د یاد شرکت یو شمېر کارکوونکو شکایتونه کړي، چې عبدالباري عمر د دوی له تنخوا ګانو ۱۶سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي.

نیوکه شوې د یاد شرکت رییس یوازې څلور سلنه تقاعدي پیسې ورکړي، چې دا کار د ملا هبت‌الله له فرمان سره په ټکر کې دی.

د برېښنا شرکت پر عمومي رییس تور دی، چې په دغه اداره کې یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي او یو شمېر خپلوان سره له دې چې مسلکي وړتیاوې نه لري بیا هم پر دندو ګومارلي دي.

نور خبرونه

رادیو