د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر ۲۶سیلانیانو د وروستي خونړي برید په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید د غندنې ترڅنګ د عاملانو د مجازاتو غوښتنه کړې او وايي چې ولسمشر ټرمپ او د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند حکومت ترڅنګ ولاړ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي چې واشنګټن روان وضعیت له نږدې څاري او په دې پیښه کې یې د پاکستان د رول په تړاود دریځ له نیولو ډډه کړې ده.
نوموړې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او وايي: «د هغو کسانو لپاره چې په دې پیښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دعا کوو او د ټپیانو د سملاسي روغتیا هیله لرو.»
مېرمن بروس د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په کمښت کې د واشنګټن د رول په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي او موږ یې له نږدې څارو.»
هغې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د سولې په بهیر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول په تړاو له نظر ورکولو څخه ډډه کړې او زیاتوي چې په دې هکله د ولسمشر ټرمپ او دبهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو رسمي څرګندونې روښانه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.
هندي حکومت وايي چې په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی، خو پاکستاني حکومت بیا دا ادعا رده کړې ده.